د روپاني مؤسسې له رئیس سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د سرپرست خبرې

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۵:۲۶
tveta

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، په افغانستان کې د روپاني مؤسسې له رئیس ښاغلي محبت علي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې دواړو لورو د ګډو همکاریو او تخنیکي او مسلکي زده کړو د ملاتړ په هکله خبرې وکړې.

همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په ننی ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو په هکله تشریحات ورکړل.

ښاغلي مولوي شهامت زیاته کړه: د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې په تېرو دوو کلونو کې ښې لاسته راوړنې لرلې. نوموړي د نصاب له کره کتنې، لنډمهاله حرفوي زده کړو پروګرامونه، درسي کتابونو چاپ او تقسیمول ددغه ادارې له مهمو لاسته راوړنو څخه وبلل.

ددغه لیدنې په اوږدو کې، په افغانستان کې د روپاني مؤسسې رئیس په پرمتګ او ځان بسیاینه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ارزښت اړین وباله.

همدارنګه محبت علي خان آغا له روپاني مؤسسې سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مرستو قدرداني وکړه، او د همکاریو په پراختیا یې ټینګار وکړ.

ددغه جلسې په پای کې، دواړو لورو له سرچینو څخه په ګډې استفادې سره خلکو ته په خدمت کولو موافقه وکړه.

له دې وړاندې هم روپاني مؤسسې د «روپاني فوندېشن» تر نوم لاندې د حرفوي زده کړو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکاری تفاهمنامه امضاء کړې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS