د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې دواړو لورو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د پیاوړتیا، د زدهکوونکو د ملاتړ، د مهارتونو لوړولو او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
ګډونوالو د شته فرصتونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په برخه کې د لا ډېرو ګټورو پروګرامونو د جوړولو پر څرنګوالي هم خبرې وکړې.
په ناسته کې پر نورو اړوندو موضوعاتو هم بحث وشو او دواړو لورو د همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.
