د خصوصي بانکونو له لوري د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغانو ګمارنه!

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۴:۳۲

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړونده تخنیکي او مسلکي مرکزونو د کمپیوټر او اقتصاد څانګو فارغانو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې، د ازموینې اخیستلو پروګرام ترسره کړ.

په دې آزموینه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو نږدې ۲۵۰ تنه فارغانو ګډون درلود، او ټاکل شوې ده چې نوموړي به د دې ازموینې د پای ته رسیدو وروسته په خصوصي بانکونو کې د کارآموز په توګه معرفي شي.

د دې پروګرام د ترسره کیدو موخه، تکړه او با استعداده فارغانو ته په بیلابیلو ادارو او بنسټونو کې د انترشیپ (کارآموزۍ) دوره کې لومړيتوب ورکول او د هغوی معرفي کول دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروګرامونو د تحقیق او نوښت ریاست سره د خصوصي بنسټونو د ژمنو پراساس، یو شمیر فارغان به په خصوصي موسسو او بانکونو کې وګمارل شي.

مولوي شاکرالله الکوزی د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دفتر رئیس د یاد پروګرام په ترڅ کې وویل چې: "ځوانان د یوې ټولنې د ملا تیر حیثیت لري او د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې ارزښتناک رول لوبوي."

دغه راز نوموړي له فارغانو څخه وغوښتل چې د خپلو استعدادونو او وړتیاوو څخه په سمه توګه کار واخلي او د هیواد په اقتصادي پرمختګ او وده کې فعال رول ولوبوي.

په دوام کې د تحقیق او نوښت رئیس مفتي سید محسن سادات په ټینګار سره وویل چې د ازموینې پروسه به په بشپړ ډول شفاف، عادلانه او له هر ډول سرغړونو څخه پاکه ترسره شي.

د ترسره شويو برنامه‌ریزو پر بنسټ، ټاکل شوې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو نږدې ۱۴۰۰ تنه فارغان به د انټرنشپ (کارآموزۍ) دورې د سر ته رسولو لپاره د خصوصي بانکونو په شمول، بیلابیلو بنسټونو او ادارو ته معرفي شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې دا اقدام د کار بازار سره د تخنیکي زده کړو د نښلولو او په هیواد کې د ځوانانو د ظرفیتونو لوړولو لپاره یو اغیزمن ګام ګڼل کیږي.

په ورته وخت کې، یاد پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ د هڅو او زیارونو یوه برخه ده ترڅو د انساني سرچینو ظرفیت لوړ او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغانو ته کاري فرصتونه چمتو کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS