د جوزجان ولایت د کرنې او وترنرۍ څانګې محصلینو لپاره د څښاک اوبو برابرول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۱۶:۱۳

د جوزجان ولایت اړوند په کرنې او وترنرۍ انسټیوټ کې د دوو ترکي وګړو په مالي مرسته د څښاک پاکو اوبو یوه ګړۍ څاه کیندل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر قاري نصرت الله نصرت د څښاک پاکو اوبو په برابرولو کې د ترکي اتباعو د همکارۍ څخه قدرداني وکړه.

نوموړي د څښاک اوبو د څاه څخه د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د وینا پرمهال وویل چې د دې څاه په کیندلو سره د جوزجان د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ کې د اوبو ستونزه حل شوې ده.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره تل هڅه کوي چې په یادې اداره کې د همکارو مؤسسو او بنسټونو په جذبولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو محصلینو ته د غوره زده کړو زمینه چمتو کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS