د جوزجان د تخنیکي انستیتوت د فارغانو فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۱:۵۰
د فارغانو  فراغت

 د جوزجان ولایت د تخنيکي انستيتوت ۳۶ تنو فارغانو خپل فراغت په پار نمانځ غونډه نیولې وه.

دوی د موټرو تخنیک، نفت او ګازو، برښنا او ساختماني انجینرۍ څانګو څخه فارغ شول.

د دغه زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق، د دولتي ادارو رئیسانو او آمرینو، دیني عالمانو او د زده کوونکو والدینو ګډون کړی وو.

د جوزجان والي وویل، ځوانانو ته د زده کړو زمینې برابرول د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.

نوموړي زياته کړه، ځوانان بايد د بل هر وخت په پرتله د ديني او عصري پوهې د ترلاسه کولو لپاره زياتې هڅې وکړي، چې هېواد لوستو ځوانانو ته اړتيا لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS