د تخنیکي زده کړو د مرکزونو د پراختیایي پلان د پروژې د پیل په اړه د یونسکو له مسوولینو سره د پلان د رئیس خبرې اترې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۵:۲۲
ریاست پلان

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل د ملګرو ملتونو د علمي، تعلیمي او فرهنګي ادارې (یونسکو) له کارکوونکو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د پراختیایي پلان د پروژې د پیل په اړه  چې د یونسکو له خوا تمویل کېږي خبرې وشوې.

د يونسکو مسوولينو د يادې پروژې قراردادي شرکت معرفي کړ او ويې ويل چې ډېر ژر به يې کار پيل شي.

ښاغلي نیکمل د یونسکو سازمان څخه مننه وکړه او د تخنیکي زده کړو د مرکزونو د پراختیایي پلان د پروژې د پیل په اړه د یونسکو له مسوولینو سره  پروژې په ښه تطبیق یې ټینګار وکړ. نوموړي له شرکت څخه وغوښتل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په همغږۍ وي.

د قراردادي شرکت مسوول د پروژې په تطبیق کې د کیفیت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همغږۍ په اړه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS