د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د هلمند ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۱۲:۳۷
tveta

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د هلمند له والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې د علماو شورا د رئيس په ګډون د هلمند ولايت يو شمېر نورو سيمه ييزو مسئولينو هم ګډون کړى و.

د دغې غونډې په پيل کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، د بېوزلۍ له منځه وړل او د کار بازار لپاره د ماهر او مسلکي ځواک روزل د دغې ادارې له مهمو موخو څخه دي.

نوموړي د دغې ادارې د لاسته راوړنو یادونه هم وکړه او د دغې ادارې لخوا د مجاهدینو لپاره چمتو شوې روزنیزې طرحې په اړه یې لازم توضیحات ورکړل.

د هلمند والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو او برنامو ستاينه وکړه او د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه يې د ملاتړ ډاډ ورکړ.

ښاغلي مسلم کندوزي هم د مجاهدینو لپاره د جوړې شوې روزنیزې طرحې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دا د ولس لپاره ستر خدمت دی.

نوموړي په هلمند ولایت کې د دغې طرحې د تطبیق په اړه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS