د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د Ms.Office پروګرام د زده کړې برنامه جوړه شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۳:۱
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د Ms.Office پروګرام زده کړې برنامه د بشري سرچینو ریاست د اداري پراختیا او ظرفیت لوړولو آمریت له خوا جوړه شوه.

دغه پروګرام ۱۴ ورځې دوام کوي او کارکونکو ته د Excel  پروګرام تدریسوي.

په دغه پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بېلابېلو ریاستونو له ۲۰ تنو ډېرو کارکونکو ګډون کړی دی.

د دغه پروګرام جوړولو موخه د ډیټابېس جوړولو، معلوماتو راټولولو او ذخیره کولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکونکو ظرفیت لوړول ګڼل شوي دي.

له دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته د بېلابېلو برنامو په هکله پروګرامونه جوړ شوي و او دغه لړۍ ادامه لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS