د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ولایتي آمریتونو له آمرینو او مسؤلینو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ آنلاین غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۴:۴۱

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د دې ادارې اړوند ښوونیز مرکزونو کې د فعالیتونو د ښه والي په موخه، د ولایتي آمرینو او مسؤلینو سره آنلاین غونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د الحاج مولوي غلام حیدر شهامت ترڅنګ د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل او همدارنګه د دې ادارې د بیلابیلو څانګو رئیسانو هم ګډون درلود.

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمرینو سره په آنلاین غونډه کې وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ولایتي مسؤلین باید د تدریسي چارو غوره والي ته په جدي بڼه پاملرنه وکړي.

نوموړي همداراز د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو مسؤلینو ته په خطاب سره وویل چې باید د مأمورینو د ګمارنې په برخه کې د هغوي د وړتیاوو اصل ته زیاته پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې، ښاغلي مولوي شهامت زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د تدریسي چارو څخه د څارنې برخه له خورا لوړ ارزښت څخه برخمنه ده او دغه څانګه باید لا زیاد فعالیت ترسره کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محترم رئیس د تخنیکي زده کړو له آمرینو سره د غونډې په دوام کې ټینګار وکړ چې کار باید خپل اهل او د کار وړ کس ته وسپارل شي.

د دې غونډې په پای کې، ښاغلي الحاج مولوي شهامت دغه‌راز مسؤلینو ته د چارو د ښه والي په موخه اړینې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د چارو په ترسره کولو کې روڼتیا او صداقت خورا اړین دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS