د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ۱۲۵ تنه کارکوونکي د ظرفیت لوړونې برنامې څخه فارغ شول

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۱۰:۵۳
اصلاحات

د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه ١٢٥ تنه کارکوونکي د دغې ادارې د ظرفيت لوړولو له برنامې څخه فارغ شول.

دغه برنامه د تلې په ۲۲ مه په دوو دورو کې پیل شو چې په کې د ۱۲ ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو استادانو ګډون کړی و.

په دغه ښوونیز ورکشاپ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو استادانو ته د تدریس اصول تدریس شول.

 د دغې برنامې په وروستۍ ورځ د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ریاست د نصاب او ښوونکو د روزنې رئیس انجنیر احمد نبي نایل خبرې وکړې او د ښوونیز نظام پر ښه والي یې ټینګار وکړ.

د دغه ښوونیز پروګرام په پای کې ګډونوالو ته تقدیر پاڼې هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS