د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د بامیان وللایت د مجاهدینو له روزنیز بهیر څخه لیدنه وکړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۰:۱۱
TVETA

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي باميان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې د مجاهدینو له تدریسي بهیر او روزنیزو ټولګیو څخه لیدنه وکړه.

له مجاهدينو سره په لیدنه کې ښاغلي مولوي احساس وويل چې نوموړي بايد اداري مهارتونه او مديريتي پوهه زده کړي. نوموړي زیاته کړه چې مجاهدین باید خپلو زده کړو او حاضرۍ ته ژمن وي.

په همدې حال کې دتخنيکي او مسلکي چارو مرستیال وويل چې په یاد ولايت کې د محصلو مجاهدينو ستونزو او وړانديزونو ته به رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS