د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري ناسته ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۴:۱۵

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبري ناسته د یادې ادارې د سرپرست محترم مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د مرستیالانو په حضور سره ترسره شوه.

په دې ناسته کې د کار بازار د مهارتونو او شغلونو تثبیت طرحې، او همدارنګه د ښوونیزو مرکزونو د تشکیلاتي نورم په ګډون په بیلابیلو موضوعاتو بحث وشو.

په همدې حال کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبري په نننۍ غونډه کې، د هاري کاردان خصوصي انسټیټوټ ستونزو او ننګونو ته د رسیدګۍ په اړه بحث وشو او په دې برخه کې اړینې پریکړې وشوې.

د دې غونډې په دوام کې، د کارکوونکو چارو ریاست د ښوونیزو مرکزونو د تشکیلاتي نورم د څرنګوالي په اړه توضیحات وړاندې کړل، او ګډونوالو خپل نظرونه او لیدلوري هم شریک کړل.

په دې جلسه کې پر نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې، او غونډه د خیر دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS