د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیسانو او آمرینو ته «پلان بهبود مکاتب» تشریح شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۳:۱۸
TVETA

د «پلان بهبود مکاتب» طرحه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست لخوا د دې ادارې د مرکزي هستې رئیسانو او آمرینو ته تشریح شو.

دا پلان، چې د تغیر هوشمند موسسې لخوا د یونسکو او تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره په همکارۍ او همغږۍ کې چمتو شوی، بیلابیل تخنیکي موضوعات پکې شامل دي.

کارپوهانو د دې طرحې د تشریح کولو پرمهال، د یادې طرحې پر مزیتونو، ګټو او معیارونه بحث وکړ. دغه راز نوموړو د کار له نړۍ سره د تخنیکي زده کړو مرکزونو د اعیار کولو پر څرنګوالي هم توضیحات ورکړل.

په دوام کې د پروګرام حاضرو مسؤلینو د دې طرحې د بیلابیلو برخو په اړه خپلې پوښتنې او وړاندیزونه هم شریک کړل.

د یادونې وړ ده چې دا پلان اوس مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په اختیار کې دی ترڅو د بیاکتنې او وروستي کولو «نهایي سازي» وروسته په تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې پلي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS