د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۵:۲۴
د ظرفیت لوړونې پروګرام

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د بشري سرچینو ریاست د ابوریحان لوړو زده کړو موسسې په همکارۍ د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د تدریسي او اداري مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ کړ.

په دې پروګرام کې د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو (۲۴) تنه تدریسي او اداري مدیرانو برخه اخیستې وه، چې د ۲ ورځو لپاره به د " کار د وېش، د انساني منابعو د سازماندهي او سلسله مراتبو"   په اړه په عملي بڼه وروزل شي.

د بشري سرچینو ریاست د مسوولینو په وینا، د دغه روزنیز پروګرام له  جوړولو څخه یې موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د اداري کارکوونکو او استادانو د ظرفیت لوړول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري سرچینو ریاست له دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS