د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي ریاست کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۹

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو رياست د افغانستان نړيوال بانک سره په همکارۍ د دې ادارې اړوند مالي او حسابي ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفيت لوړولو پروګرام ترسره کړ.

په دې پروګرام کې د مالي ریاست څخه لس تنه کارکوونکي ګډون لري چې د مالي چارو د اساساتو په اړه به د شپږو ورځو په لړ کې د ماستر ترینرانو له لوري په نظري او عملي بڼه روزنه ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، ګډونوالو د دې پروګرام له ترسره کیدو څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ له مسؤلینو وغوښتل چې د دې ډول پروګرامونو ترسره کولو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو د چارو ریاست تل هڅه کوي ترڅو په دوامداره توګه د ظرفیت لوړولو ورکشاپونو په جوړولو سره د یادې ادارې د کارکوونکو ظرفیت او پوهه لوړه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS