د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ریاستونو ترمنځ د همغږیو پیاوړتیا

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۳:۵۶

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د تخنيکي او مسلکي چارو معاونیت د مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ غونډه ترسره کړه.

د یادې غونډې د ترسره کولو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ریاستونو د رئیسانو ترمنځ د همغږیو  پیاوړتیا او دغه راز او د ریاستونو ننګونو او ستونزو ته رسیدګي ویل شوې ده.

د تخنيکي او مسلکي چارو معاونیت په نننۍ غونډه کې ګډونوالو خپل نظریات، لیدلورې، ستونزې او ننګونې شریکې کړې.

په دې ناسته کې ښاغلي مولوي احساس د اړوندو ریاستونو د ستونزو او ننګونو د هواري په برخه کې اړونده مسوولینو ته لازمې لارښوونې او مشورې هم ورکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

BACK TO NEWS