د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ریاستونو ترمنځ د همغږیو پیاوړتیا

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۱:۸
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د تخنيکي او مسلکي چارو معاونیت د مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ غونډه ترسره کړه.

د یادې غونډې د ترسره کولو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ریاستونو د رئیسانو ترمنځ د همغږیو  پیاوړتیا ویل شوې ده.

ښاغلي مولوي احساس په دې غونډه کې وويل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو او رييسانو ترمنځ همغږي په سمه او ښه توګه د چارو د پرمختګ په برخه کې ډېره اړینه ده.

همدا راز د تخنیکي معاونیت په نننۍ غونډه کې د تخنیکي چارو یو شمېر رئیسانو خپل نظریات او لیدلوري شریک کړل او په دې برخه کې مهم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۴۱
Background image

د نوي تعلیمي او زده‌کړیز کال پیل په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ۱۴۰۵ لمریز تعلیمي کال د پیل په مناسبت د دې ادارې کارکوونکو په ګډون ناسته ترسره کړه. د ولایتونو تخنیکي آمریتونو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

په قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د نباتي درملو جوړولو او کارولو عملي زده‌کړه ترسره شوه

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ یو تن ښوونکي د نباتي افتونو مخنیوي لپاره نباتي درمل جوړ کړل او د هغو کارولو څرنګوالی یې زده‌کوونکو ته تشریح کړ. نوموړي همدارنګه زده. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

BACK TO NEWS