د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۴:۱۰
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اونيزه اصلاحي غونډه د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په وينا او د دغې ادارې د کارکوونکو په حضور کې ترسره شوه.

په دغې برنامه کې ښاعلي مولوي احساس د ایمان او د هغه پر شرایطو خبرې کړې دي.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د ايمان ارکان تشريح کړې او ويې ويل: کامل مسلمان هغه دى چې د ايمان ارکان به ژبه ووایې او په زړه یې تصدیق کړي.

نوموړي د عبادت په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د عبادت په وخت کې باید په خورا عاجزۍ سره د الله متعال حضور ته ودریږو.

ښاغلي مولوي غلام سعید احساس هم په دې اصلاحي غونډه کې وویل، هر هغه څه چې په ښه نیت او د الله (ج) د رضا لپاره تر سره شي، د خدای په نزد عبادت ګڼل کیږي.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکنانو چارو ریاست د دې ادارې ۱۱ تنه د مرکزي هستې کارمندان په یوه اوونیز روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره د ملکي خدماتو انسټیټوټ ته معرفي کړل. دا روزنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۱۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیک بورډ، د یادې ادارې د اکاډمیک بورډ اونیزه غونډه ترسره کړه. پدې غونډه کې ګډونوالو د بیرون مرزی اسنادو اجرا کولو د څرنګوالي، د لیلیې او بدل اعاشې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۴۶
Background image

د مالي او ادارې چارو مرستیال بدخشان ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او ادارې چارو مرستیال، محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، ولایتونو ته خپل سفر په دوام کې بدخشان ولایت ته سفر وکړ. نوموړي او ورسره مل پلاوي یې د بدخشان. . .

BACK TO NEWS