د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د بشري سرچینو ولایتي مسئولینو ته سمینار وړاندې شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۲:۲۷
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو ریاست، د بشري سرچینو ولایتي مدیرانو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام جوړ کړ.

دغه پروګرام د علامه لوړو زده کړو مؤسسې په مرسته د یوې ورځې لپاره جوړ او د بشري سرچینو د مدیریت بنسټونو او اصولو په هکله توضېحات پکې ورکړل شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د دغه ادارې کارکوونکو ته د ظرفیت لوړو د پروګرامونو په زیاتوالي ټینګار کوي.

دغه پروګرام ګډون کوونکو ته د تصدیق په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت له زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه شاوخوا د ۱۲۰ تنو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د بامیان ولایت والي، الحاج. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۲۷
Background image

د برېښنا شبکې تجهیزاتو په اړه د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت د هسکي مېنې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د برېښنا شبکې او تجهیزاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د اړوندې څانګې استادانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

زده‌کوونکو د مایکروسکوپ اجزاوو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د مایکروسکوپ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د مایکروسکوپ اجزاوې او د. . .

BACK TO NEWS