د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د لغمان ولایت له تخنیکي آمریت څخه لیدنه وکړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۳۷

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوی د خپل سفر په ترڅ کې لغمان ولایت ته لاړ او هلته یې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له آمریت څخه لیدنه وکړه.

یاد پلاوی د خپل سفر په دوام کې د لغمان له تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت، د ادارې چارې، تدریسي او څیړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه او د دغه ولایت د تخنیکي آمریت د ننګونو په اړه یې هم واورېدل.

په ورته وخت کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي ژمنه وکړه چې ننګونو او ستونزو ته به رسېدنه کیږي او همدارنګه د آمریت مسؤلینو او کارکوونکو ته یې لازمې مشورې ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې یاد پلاوي دمخه په ننګرهار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزنو له وضعیت څخه لیدنه کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS