د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱۳

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د بورډ غړو او اړوندو مسؤلینو په ګډون، د مهمو اکاډمیکو او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د استاد ـ شاګرد د پروګرام د پاملرنې او پراختیا، او په ښوونیزو مرکزونو کې د دغه پروګرام د بیا فعالولو څرنګوالی وڅېړل شو.

همدارنګه، په دې غونډه کې د لیلیې د لارښود، په لیلیه کې د شاګردانو د شاملولو او د بدل اعاشې اړوند موضوعات هم وڅېړل شول. د بورد غړو د لیلیو د چارو د لا ښه تنظیم او د شاګردانو د اعاشې په اړه بحث او نظرونه سره شریک کړل.

سربېره پر دې، د اکاډمیکو او ښوونیزو چارو اړوند نورې مهمې او اساسي موضوعات هم د اکاډمیک بورډ په نننۍ غونډه کې مطرح او په اړه یې بحث وشو.

په پای کې، د بورډ غړو د ښوونیز بهیر پر ښه والي، د عملي او مسلکي پروګرامونو پر پیاوړتیا او په غونډه کې د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب پر اړتیا ټینګار وکړ او غونډه د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS