د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۳۳

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي غونډو په دوام، نن د کابل پوهنتون استاد، محترم نصرمن‌الله مجاهد، د آخرت لپاره د چمتووالي او د مسلمانانو د دیني مسؤلیتونو په اړه وینا وکړه.

نوموړي وویل، دنیا د الله تعالی د ازموینې ځای دی او مسلمانان باید تل په دې پوه وي چې د خپل ژوند په هر پړاو کې د الله تعالی له لوري ازمویل کېږي. هغه زیاته کړه، مؤمنان باید هېڅکله د الله تعالی له عبادت، ذکر او اطاعت څخه غفلت ونه کړي او خپل دیني مسؤلیتونه په سمه توګه ادا کړي.

استاد مجاهد د خپلو خبرو په ترڅ کې د نېکو ملګرو پر ټاکلو، د قرآن کریم پر دوامدار تلاوت او اسلامي ارزښتونو ته پر ژمنتیا هم ټینګار وکړ.

هغه وویل، له صالحو او نېکو کسانو سره ناسته او ولاړه د ځوانانو د اسلامي اخلاقو په اصلاح او سالمې روزنې کې اغېزناک رول لري، له همدې امله باید ځوانان په دې برخه کې له پوره دقت او پاملرنې څخه کار واخلي.

د غونډې په پای کې استاد نصرمن‌الله مجاهد وویل، د دنیا ژوند لنډمهالی او تېرېدونکی دی او مؤمنان باید د نېکو اعمالو په ترسره کولو او د آخرت لپاره په چمتووالي سره د ژوند له دې ستر نعمت څخه غوره ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS