د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه يو ټیم چين ته سفر کړی دی

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۳:۳۷
TVETA

دتخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچينو رئيس ښاغلي انجنير محمد مکاشف په مشرۍ د یادې ادارې د کارکوونکو يوه ډله د زده کړو په موخه چين ته ولاړه.

دغه کارکوونکي چې شمېر يې ۹ تنه دی، د چين په يو پوهنتون کې د تعليمي مديريت په برخه کې د ۱۳ ورځو لپاره زده کړې ترسره کوي.

د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکي له افغانستان سره د چين د همکاریو په چوکاټ کې دغه هېواد ته تللي دي.

په همدې حال کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه له افغانستان سره د چين هیواد د همکاريو د ژمنتیا په برخه کې قدرداني کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS