د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو معاونیت غونډه ترسره کړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۵:۵۴

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه د یادې ادارې د مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ ترسره شوه.

دغه غونډه د کارکوونکو چارو او تدارکاتي موضوعاتو د لاپیاوړتیا او ښه‌کیدو په موخه جوړه شوې وه.

په یاده غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې تدارکاتو آمریت او کارکوونکو چارو ریاست د اړونده موضوعاتو په اړه مالي او اداري چارو مرستیال ته لازم توضیحات وړاندې کړل.

په ورته وخت کې د مالي او اداري چارو مرستیال محترم مفتي فضل‌الرحمن فاضل، د چارو د ښه‌والي له کبله د خوښي څرګندولو ترڅنګ یې د ځینو موضوعاتو په اړه هم مسؤلینو ته لازمي سپارښتنې وړاندې کړې.

په یاده غونډه کې د ورته نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او غونډه د دعايې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS