د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست سمنګان ولايت ته سفر وکړ

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۰:۳۴
بازدید از انستیتوت ها

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د سمنګان ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت د بررسی دوام په موخه سفر وکړ.

له ښاغلي شهامت سره په دغه سفر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو پلاوی ملتیا کوله.

دوی په سمنګان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت بررسي کړ.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست هم د یاد ولايت د محصلينو له لاسته راوړنو او نوښتونو څخه ليدنه وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو مسوولینو او محصلینو خپلې اړتیاوې او ستونزې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له پلاوي سره شریکې کړې.

مولوي غلام حیدر شهامت په سمنګان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د اړتیاوو ته د رسیدګی ترڅنګ؛ نوموړي د ځينو مسايلو په اړه تخنيکي آمرینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په پام کې ده چې مولوي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت د کتلو لپاره نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS