د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د یادې ادارې له کاري شعباتو څخه لیدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۴:۳۸
 شبعات کاری

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د یادې ادارې له يو شمېر شعباتو او کاري بهیر څخه ليدنه وکړه.

 ښاغلي شهامت د کارکوونکو د کاري پلانونو راپورونو د لیدنې ترڅنګ د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د دې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي شهامت ټینګار وکړ چې ټول کارکوونکي باید میاشتني، درې میاشتني او کلني پلانونه ولري او د ټولو کړنو په اړه په منظمه توګه راپور ورکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دندو د ښه  ترسره کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS