د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د "افرن" موسسې له چارواکو سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۵:۴۳
دیدار

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د فرانسې د افرن یا «دوستی فرانسه – افغانستان» موسسې له چارواکو سره وکتل.

په دې کتنه کې د افرن مسوول سیمی کالن د یادې ادارې د فعالیتونو د بیا پیلولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ. دا موسسه د کرنې په برخه کې فعالیت کوي  او د تعلیمي نهادونو ملاتړې هم ده.

د افرن موسسې عمومي مسوول وويل، یاد نهاد په پام کې لري چې د باميانو ورس ولسوالۍ د کرنې د مسلکي لېسې په ګډون د ځينو تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ودانۍ ورغوي.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادترې سرپرست د افرن موسسې د مرستو قدرداني وکړه او د یاد نهاد د لا زياتو همکاريو غوښتنه يې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS