د بزګرانو لپاره د کرنیزو ادویه جاتو جوړول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۰:۸

د تخار ولایت اړوند د تخنيکي او مسلکي انسټيټوټ استادانو د یو اقدام په ترڅ کې د تخار ولايت بزګرانو لپاره کرنیز ادویه جات توزیع کړل.

په یادو ادویه جاتو کې "د ژمي تېل«غوړي» او بوردو میکسچر" شامل دي چې د تخار د تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د یوه استاد له خوا تولید شوي دي.

د تخار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسوولینو په وینا، دغه استادان هڅه کوي، چې د فرخار په ولسوالۍ کې د دغو ادویه جاتو د وېشلو لړۍ پراخه کړي، ترڅو کروندګر په خپلو کروندو کې د کرنیزو آفتونو له خپرېدو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

BACK TO NEWS