د برښنا په اړه د بلخ ولایت اړوند سجادیه انسټيټوټ محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۹:۴۰
TVETA

د بلخ ولایت اړوند سجادیه انسټيټوټ د برښنا څانګې محصلینو ته د یاد ولایت له یوه سب سټیشن څخه د لیدنې په ترڅ کې د برېښنا په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د ولټاژ، ټرانسفارمرونو او سب سټیشن د تجهیزاتو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

د تخنيکي او مسلکی زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې د زده کړو اساسي برخه جوړوي، دغه زده کړې له زده کوونکو سره مرسته کوي ترڅو نوموړي له فراغت وروسته په مستقيم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پياوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکنانو چارو ریاست د دې ادارې ۱۱ تنه د مرکزي هستې کارمندان په یوه اوونیز روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره د ملکي خدماتو انسټیټوټ ته معرفي کړل. دا روزنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۱۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیک بورډ، د یادې ادارې د اکاډمیک بورډ اونیزه غونډه ترسره کړه. پدې غونډه کې ګډونوالو د بیرون مرزی اسنادو اجرا کولو د څرنګوالي، د لیلیې او بدل اعاشې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۴۶
Background image

د مالي او ادارې چارو مرستیال بدخشان ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او ادارې چارو مرستیال، محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، ولایتونو ته خپل سفر په دوام کې بدخشان ولایت ته سفر وکړ. نوموړي او ورسره مل پلاوي یې د بدخشان. . .

BACK TO NEWS