د ادارې او حسابدارۍ په انسټیټوټ کې «د کاري مسیر ټاکنه» په اړه سیمینار ترسره شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۵۹
TVETA

د کابل د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د کارموندنې او مسلکي مشورې مرکز او د «نگرش سبز» مؤسسې په همکارۍ، «د کاري مسیر ټاکنه» تر عنوان لاندې ښوونیز او مشورتي سیمینار ترسره کړ.

په دې پروګرام کې نږدې ۱۰۰ تنو محصلینو ګډون کړی و او د مدیریت او سوداګرۍ د پراختیا سلاکار، استاد مرتضی مطهر، د فردي وړتیاوو او لېوالتیاوو د پېژندنې، د کاري مسیر د ټاکنې، د کار بازار د فرصتونو، د مهارتونو د زده‌کړې، کارپنځونې او د مسلکي راتلونکي د پلان جوړونې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د سیمینار په بله برخه کې د محصلینو او ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل شول.

په دې پروګرام کې ټینګار وشو چې په غور او پوهې سره د کاري مسیر ټاکنه او د کار بازار د اړتیا وړ مهارتونو ترلاسه کول، د کارموندنې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره ډېر مهم دي.

د سیمینار په لړ کې نور اړوند موضوعات هم مطرح شول او ګډونوال د کار او کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره وهڅول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

BACK TO NEWS