د «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته د نباتي ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۲۱
TVETA

د کاپیسا ولایت اړوند «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنري انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ښوونیزو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د نباتي ناروغیو د درملنې په اړه روزنه ورکړل شوه.

د دې عملي درس په ترڅ کې، لارښود استاد محصلینو ته د نباتي ناروغیو لکه شپشک او د نباتي ناروغیو د درملنې د څرنګوالي په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.

دغه راز د درس په دوام کې، محصلینو هم په دې برخه کې خپلې پوښتنې او سوالونه  له لارښود استاد سره شریکې کړې چې د هغوی پوښتنو ته د استاد له لوري جامع ځوابونه هم ورکړل شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د پنځه لنډ مهاله حرفوي څانګو ښوونیز نصاب تدوین شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب ریاست د «کابل عزیز» ښوونیز مرکز سره په همکارۍ، د ۵ لند مهاله حرفوي څانګو ښوونیز نصاب تدوین کړ. په یادو څانګو کې روبوټیک او آرډوینو، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۲۹
Background image

د کاپیسا ولایت نجراب کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو ته د شاتو مچیو د پالنې په اړه روزنه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت نجراب کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته دتخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي روزنو په چهارچوب کې د شاتو مچیو د پالنې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۶
Background image

د فراه ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو د اسټبلایزر په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه

د فراه ولايت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو د ياد ښوونیز مرکز د عملي زده کړو په ورکشاپ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د اسټبلایزر په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه. . .

BACK TO NEWS