د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده کوونکو د امنیې قومندانۍ په ورکشاپ کې عملي روزنه ترلاسه کړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې د برېښنا څانګې زده کوونکو د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې، د موټر د ترمیم او ویل بیلانس کولو په اړه په عملي توګه روزنه ترلاسه کړه.

په همدې حال کې، د اړونده څانګې استاد د موټر ټایرونو د زاویو تنظیمولو او ویل بیلانس د اهمیت په هکله په تفصیل سره زده کوونکو ته توضیحات ورکړل.

د دې تعلیمي مرکز زده کوونکي وايي چې عملي زده‌کړې د دوی لپاره د کار په سمه توګه ترسره کولو او کار بازار ته ننوتلو لپاره ډېر ګټور او اغېزمن دي. دوی د عملي روزنو د لا پراختیا غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشرتابه تل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په مرکزونو کې د عملي زده‌کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS