الحاج مولوي غلام حیدر شهامت بلخ ولایت ته سفر وکړ
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د شمال زون د تخنیکي او مسلکي زدهکړو رئیس او د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمر معرفي کړل.
الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د محترم مولوي محمد امین منور د تخنیکي او مسلکي زدهکړو شمال زون د رئیس په توګه د معرفۍ پر مهال له ولایتي مسئولينو وغوښتل چې خلکو ته د لا غوره خدمت وړاندې کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
ښاغلي شهامت د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، په اسلامي نظام کې د تبدیلۍ او تغیر موخه د خدمت وړاندې کولو لپاره د غوره فرصتونو رامنځته کول، د اداري چارو پیاوړتیا او له شته ظرفیتونو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه ده. نوموړي د شمال زون د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د پخواني رئیس له هڅو څخه هم مننه او قدرداني وکړه.
په همدې حال کې، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس د بېوزلۍ کمول او د کار بازار لپاره د ماهرو کادرونو روزنه د دې ادارې له اساسي موخو څخه وبلله او ټینګار یې وکړ چې کارکوونکي او مسئولین باید د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره لازم پام او دقت وکړي.
نوموړي په اسلامي نظام کې دندې یو امانت وباله او زیاته یې کړه چې هر مسئول به د الله تعالی پر وړاندې د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه ځواب ویونکی وي.
د پروګرام په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو شمال زون پخواني رئیس، محترم نورالله صلاحالدین امیني، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د رهبرۍ له پرېکړې څخه هرکلی وکړ.
د پروګرام په پای کې، د بلخ ولایت د کارکوونکو چارو رئیس وینا وکړه او ویې ویل چې اسلامي نظام د ډېرو قربانیو پایله ده، او مسئولین مکلف دي چې مسئولیتونه وړ او متعهدو اشخاصو ته وسپاري، ترڅو د نظام د پیاوړتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې لا ډېرې هڅې وشي.
