د برښنا په ریاست کې د بلخ د نفت او ګازو انسټیټوټ د عملي زده کړو څخه څارنه ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۲:۵
Balkh

 د بلخ د نفت او ګازو انسټیټوټ د برښنا څانګې د څوارلسم ټولګي زده کړیالان د یاد ولایت برښنا ریاست په بېلابېلو ورکشاپونو او څانګو کې پرکتیک دورې په ترسره کولو بوخت دي.

 دوی د انجینرانو په لارښونه د نایب اباد سویچ سټیشن کې عملي زده کړې ترسره کوي.

 د بلخ نفت او ګازو انسټيټوټ د عملي زده کړو د څارنې کمېټې د برښنا په ریاست کې د زده کړیالانو د عملي زده کړو بهير څارلی دي.

 د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰٪ سلنې زیاتې زده کړې عملي دي. چې له دې مرکزونو څخه د فراغت وروسته، زده کونکي او زده کړیالان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS