د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشری ندیمه سحر د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ مشر ښاغلي شاکر وایووت سره وکتل!

media_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۰:۵۷
tvet19

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادراې مشری میرمن ندیمه سحر د ترکیې ښوونې او روزنې بنسټ مشر ښاغلي شاکر وایووت سره وکتل.

 د دې کتنی موخه د ترکیې ښوونې او روزنې بنسټ په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو لپاره د ښوونځیو تأسیس کولو څرنګوالي په اړه بحث او خبرې کول وو.

د ترکیې ښوونې او روزنې بنسټ په افغانستان کې د زده کړی په برخه کې فعالیت لری. د ښاغلي وايووت په وینا؛ د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت او د دوست هیواد ترکیې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر اساس، د ترکیې ښوونې او روزنې بنسټ په راتلونکو لسو کلونو کې د افغانستان په بېلابیلو برخو کې اتلس ښوونځي جوړوي. ښاغلي وایووت وویل چې دغه بنسټ  علاقه لری چې په افغانستان کې تخنیکې او مسلکې زده کړو ښوونځي جوړ کړی.

میرمن ندیمه سحر په داسې حال کې چې د ښاغلي وایووت له وړاندیزونو  مننه کوي او زیاته يېکړه؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادراې  یوه ستراتیژیکه موخه په هیواد کې د زده کړی مرکزونو پراختیا او رامنځته کول دي ترڅو پدې تعلیمي سکتور کې زمونږ د ګرانو هیواد والو د بشپړ ګډون زمینه برابره شي. له همدې امله، موږ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو رامنځته کولو په اړه ستاسو وړاندیزونو څخه تود هرکلی کوو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

BACK TO NEWS