د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس جوزجان ولایت ته سفر وکړ

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۵۶

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې جوزجان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ولایتي مسؤلینو، استادانو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو له کارکوونکو سره وکتل.

د غونډې په پیل کې د جوزجان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رئیس هرکلی وکړ او دغه ولایت ته یې د نوموړي د سفر له امله خپله مننه او خوښي څرګنده کړه.

هغه وویل، د مرکزي مسؤلینو حضور د ولایتي کارکوونکو ترڅنګ د خدمت کولو انګېزه پیاوړې کوي او د لا ښه فعالیت لپاره مناسبه فضا برابروي.

د جوزجان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر زیاته کړه چې له نېکه مرغه اوس د دیني او عصري علومو ترمنځ د همغږۍ او نږدېوالي لپاره مناسب فرصت برابر شوی، چې دا چاره به د ټولنې په علمي او مسلکي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

ورپسې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د استادانو، ولایتي مسؤلینو او کارکوونکو ترمنځ پر خپل حضور خوښي څرګنده کړه او د هغوی د صادقانه هڅو او خدمتونو ستاینه یې وکړه.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اساسي موخې تشریح کړې او ویې ویل، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د فرصتونو برابرول، د بې‌وزلۍ کمول او د متخصصو، متعهدو او ماهرو کادرونو روزنه د دې ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

هغه د استاد لوړ مقام ته په اشارې وویل، د ښوونکي رسالت په اسلامي ټولنه کې له تر ټولو سپېڅلو او ارزښتناکو مسؤلیتونو څخه ګڼل کېږي.

مولوي شهامت همدارنګه څرګنده کړه چې په دې وروستیو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پروګرامونو ته شاوخوا شل نوې تعلیمي څانګې ورزیاتې شوې دي او اداره ژمنه ده چې د هېواد په کچه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د پراختیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس همکاري، یووالی او له ځانغوښتنې څخه ډډه د بریا او پرمختګ بنسټیز عوامل وبلل او له ټولو مسؤلینو او کارکوونکو یې وغوښتل چې د ورورولۍ، همغږۍ او ګډ کار په روحیه خپلې دندې په غوره توګه ترسره کړي.

هغه اخلاص، د نیت پاکوالی او الهي توفیق هم د چارو د بریالي ترسره کېدو مهم عوامل وبلل او ټینګار یې وکړ، که مسؤلین خپلې دندې په اخلاص او د مسؤلیت په احساس ترسره کړي، نو غوره پایلې او ارزښتناکې لاسته راوړنې به ترلاسه شي.

د لیدنې په پای کې محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د جوزجان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مسؤلینو او کارکوونکو له هڅو، ژمنتیا او ترسره شویو فعالیتونو څخه مننه وکړه او د هېواد په کچه یې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د کیفیت د لوړولو لپاره پر دوامدارې همکارۍ، همغږۍ او ګډو هڅو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS