په ګرمو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ازموینې پیل شوې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۷

نن ورځ د هېواد په ګرمو سیمو او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ازموینې پیل شوې.

د یادو مرکزونو مسؤلین د ازموینو د شفافیت په اړه ډاډ ورکوي.

په همدې موخه د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د دغه ولایت په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د ازموینو پرانیستې مراسم ترسره کړل.

په دې پروګرام کې ویناوالو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې.

هغوی وویل چې تخنیکي او مسلکي زده‌کړې د هېواد د پرمختګ او ځان‌بسیاینې لپاره ډېرې مهمې دي او له ځوانانو یې وغوښتل چې د هېواد پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

BACK TO NEWS