د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت لخوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۳۷

د پکتیا ولایت تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د تدریسي مدیرانو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د معتمدینو ظرفیت لوړولو په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره کړ.

د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، قاري راز محمد حماس، د دې روزنیز پروګرام له ګډونوالو سره په خبرو کې وویل، چې دغه پروګرام د کارکوونکو د چارو ښه‌والي او تنظیم په موخه جوړ شوی دی.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه په سمه او اغېزمنه توګه ګټه واخلي.

ګډونوالو هم څرګنده کړه، چې د ظرفیت لوړونې پروګرامونه د چارو ښه‌والي او اغېزمنتیا لپاره ډېر ګټور دي.

ځکه چې د کارکوونکو ظرفیت لوړول د خدماتو کیفیت لوړوالي او د هرې ادارې او بنسټ د بریالیتوب لپاره مهم ګڼل کېږي، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشرتابه هم تل د ظرفیت لوړونې پروګرامونو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS