د تخار ولایت تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د کرنې او وترنري څانګې روزنیزو مرکزونو څخه د ۴۱ محصلینو د فراغت مراسم

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۴

د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ د کرنې او وترنري مسلکي انسټیټیوټ د څوارلسم ټولګي څخه د ۴۱ محصلینو فراغت مراسم د یاد ولایت د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې مسؤلینو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د موخو، اهمیت او ګټو په اړه خبرې وکړې او د دې ادارې د علمي پروګرامونو څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

ویناوالو د کرنې او مالدارۍ سکتور په وده او پراختیا کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په بنسټیز رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې فارغین باید د خپلې پوهې او مسلکي مهارتونو څخه په استفادې ټولنې ته خدمت وکړي.

دغه مسؤلینو هیله څرګنده کړه چې د دې ځوانانو په فراغت سره به د تخار ولایت د کرنې او مالدارۍ سکتور ځینې ستونزې حل شي.

یاد مراسم فارغینو ته د ستاینلیکونو په ویشلو او د خیر په دعا سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS