د جوزجان ولایت له والي سره د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال لیدنه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۲۳

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس، ولایتونو ته د خپل سفر په دوام کې د جوزجان ولایت له والي مولوي ګل حیدر شفق سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د جوزجان ولایت سیمه ییزو مسؤلينو هم ګډون درلود.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د موخو او پروګرامونو په اړه مفصل معلومات ورکړل او ویې ویل چې دا اداره په مختلفو سکتورونو کې ځوانانو ته تخنیکي او مسلکي روزنه ورکوي.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو روزنیز پروګرام په اړه هم خبرې وکړې.

محترم مولوي احساس وویل چې دغه پروګرام هغو مجاهدینو ته چې له زده‌کړو محروم او لرې پاتي شوي، د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

د دغې ناستې په دوام کې، د جوزجان والي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د لاسته راوړنو او پروګرامونو ستاینه او قدردانی وکړ. هغه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په هیواد کې باید تخنیکي زده‌کړې لا ډېرې پیاوړې او ملاتړ یې وشي.

همدارنګه په دې لیدنه کې، محترم مولوي ګل حیدر شفق د جوزجان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ستونزو او ننګونو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

دې ته ورته په نورو مهمو موضوعاتو هم په دغه ناست کې خبرې وشوې او غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS