د کاپیسا ولایت مرکز (محمود راقی) کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو له لوري د لبنیاتو پروسس او تولید

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۴:۰

د کاپیسا ولایت اړوند مرکز (محمود راقی) کثیرالرشتوي انسټيټوټ د مالدارۍ څانګې محصلینو د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست ته د یوه علمي سفر په ترڅ کې د لبنیاتو تولید او پروسس د څرنګوالي په اړه روزنه ترلاسه کړه.

دغه راز لارښود استاد او د کرنې او ملادارۍ ریاست مسښلینو په همدې درسي جلسې کې نوموړو ته د لبنیاتو او د مستو، قیماق او غوړي پروسس کولو په شمول د بیلابیلو لبني محصولاتو د تولید او پروسس کولو د څرنګوالي په اړه په عملي بڼه توضیحات وړاندې کړل.

همداراز محصلینو هم په یادې درسي جلسه کې خپل نظرونه او پوښتنې له اړونده استاد سره شریکې کړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده. له همدې امله یادو مرکزونو زده کوونکي له فراغت وروسته په بازار کې دندې ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS