د هرات ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۸:۵۶

د هرات ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو د عملي زده کړو په ترڅ کې د لبني محصولات د ارزښت په اړه روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو ته په دې درسي جلسه کې، د استاد له لوري د لبني محصولاتو ارزښت، د لبنیاتو پروسس او د لبنیات د خوراکي ارزښت په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه ، او د موضوع په اړه یې خپلې پوښتنې او سوالونه هم شریک کړل.

لارښود استاد د لبنیاتو د پروسس په برخه کې د زده کوونکو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل.

د عملي روزنو زده کړه د زده کونکو د وړتیاوو او د نظري مفاهیمو د کاربردي درک کولو د پراختیا لپاره یو اغیزمن ګام بلل کېږي، او هغوی ته فرصت ورکوي تر څو د کار بازار ته د ننوتلو لپاره په سمه توګه چمتو شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په خپلو ښوونیزو مرکزونو کې د مهارت‌محوره زده کړو پلي کولو ته ژمنه ده او د ورته پروګرامونو په ترسره کولو سره، هڅه کوي چې زده کونکي د کار بازار له اصلي اړتیاوو سره آشنا کړي او نوموړي د ماهر او متخصص کاري ځواک په توګه وپیژني.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS