د لغمان ولایت مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې زده کوونکو ته د« LED څراغونو» په اړه په عملي پنه روزنه ورکړل شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۰:۲۰

د لغمان ولایت مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي ليسې د برښنا څانګې، یوولسم ټولګي زده کوونکو د یاد ښوونیز مرکز په ورکشاپ کې د « LED څراغونو»په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د LED څراغونو جوړښت او کار کولو طريقې په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

دغه راز د همدې درسي جلسې په ترڅ کې د زده کوونکو پوښتنو او سوالونو ته هم ځوابونه وړاندې شول.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي تر څو محصلین له فراغت وروسته د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پياوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۶:۳۲
Background image

د مالي او اداري چارو مرستیال د بغلان ولایت له مقاماتو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ یوه پلاوي د خپل د سفر په دوام کې بغلان ولایت ته سفر وکړ. د دې سفر په ترڅ کې، نوموړي پلاوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۵
Background image

د میدان وردګو ولایت چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کونکو له لوري د سړک سروې او براورد!

د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ساختماني څانګې زده کونکو د یو علمي سفر په پار د یاد ولایت اړوند د حضرت عمر فاروق (رض) لیسې ته لاړل. نوموړو د دې علمي سفر په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۹:۱۱
Background image

په «ایکو ریټ» ساختماني لابراتوار کې د خوست تخنیکي انسټیټوټ د زده کونکو عملي زده کړې!

د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ د ساختمانی څانګې محصلينو په « ایکوریت» لابراتوار کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د ساختماني موادو په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه. همداراز د درس په. . .

BACK TO NEWS