فراه ولایت اړوند لاش‌جوین کثیرالرشتوي لیسې زده کوونکو د عملي زده کړې بهیر

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۰:۷
TVETA

د فراه ولایت د لاش‌جوین ولسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي لېسې د کرنې څانګې د یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د "نباتي ناروغیو" په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد نوموړو ته د "نباتاتو د ناروغیو او د هغوی د مخنیوي" په اړه مفصل معلومات ورکړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زیاتره زده کړې عملي دي، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري لا هم هڅه کوي، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهير لا پياوړی کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS