مالي او اداري مرستیال د بغلان د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۴:۳۳
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې مالي او اداري مرستیال د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د خپل سفر په دوام  بغلان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه يې لیدنه او څارنه وکړه.

 د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې مالي او اداري مرستیال او ورسره پلاوي یې دیادو مرکزونو ټول تحصیلي او تعلیمي اسناد وڅیړل او همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د پسرلني(بهاری)سمستر له ازموینو څخه هم لیدنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې ښاغلي مفتي فاضل بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت له پلخمري میخانیکي انسټيټوټ، د خانجان کثیرالرشتوي انسټيټوټ او د ده‌صلاح کثیرالرشتوي عالي لیسې څخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS