د پلخمري د ادارې او تجارت په انسټيټوټ کې د حرفوي زده کړو بهیر

د بغلان ولایت د پلخمري د ادارې او تجارت انسټیټوټ کې د مبایل ترمیم او خیاطۍ د لنډ مهاله حرفوي کورسونو زده کوونکو ته په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په جریان کې زده کوونکو ته د مبایل ترمیم او د ستونزو د حل په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او د زده کوونکو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کېږي.