د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکادمیک بورد غونډه جوړه شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۵:۲۴
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو د اکادمیکو چارو د انسجام بورد غونډه د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ جوړه شوه.

د دې غونډې په پيل کې د اکادمیک بورد د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

دغه راز په دې غونډه کې دتخنيکي او مسلکي زده کړو دښوونيزو مرکزونو د شپې (شبانه) زده کړو په باب هم خبرې وشوې .

له بلې خوا د اکادمیک بورډ په نننۍ غونډه کې د محصلینو ل د بدل اعاشې د وېش په اړه بحث وشو او ګډون کوونکو په دې اړه خپل نظرونه شریک کړل.

د اکادمیک بورډ په غونډه کې پر یو شمېر  اړوندو نورو تخنیکي او مسلکي مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۶
Background image

د لغمان په ښار جوړونې ریاست کې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټيوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د خپلو عملي زده‌کړو یوه برخه د یاد ولایت ښار جوړونې په ریاست کې ترسره کړه. د اړوندې څانګې استاد په یوه درسي جلسه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د خوست تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د کانکریټ ټکنالوژۍ عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «کانکریټ ټکنالوژۍ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د دې پروګرام په جریان کې زده‌کوونکي د مهمو عملي موضوعاتو سره بلد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۳
Background image

د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د سبزیجاتو اچار جوړول

د ننګرهار ولایت په کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې زده‌کوونکو د بېلابېلو سبزیجاتو په کارولو سره اچار چمتو کړ. د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې کار موخه د زراعتي محصولاتو ملاتړ او زده. . .

BACK TO NEWS