د کابل د اوبو او برښنا انسټیټوټ د زده کړیالانو فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۸:۳۰
فراغت

د کابل د اوبو او برښنا انسټیټوټ د زده کړیالانو د فراغت غونډه د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت په حضور کی ترسره شوه. د فراغت په دغه دوره کې ۶۶ تنه له عمومي  برښنا څانګې څخه فارغ شول.

په دغه مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زده کړیالانو ته د فراغت مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې له دې وروسته به فارغان د هېواد د پرمختګ په لور ګام پورته کړي.

ښاغلي شهامت وویل، د اوبو او برښنا انسټیټوټ فارغان با استعداده دي او ډېری به یې له فراغت وروسته د کار په بازار کې جدب شي.

همد راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، چې په افغانستان کې ستونزه بېکاري نه ده، بلکې ستونزه د مسلکي ماهر ځواک کمښت دى.

نوموړي څرګنده کړه: «د افغانستان ستونزه بېکاري نه ده. یوازې مس عینک کې ۱۷ زره ماهرو کسانو غوښتنه کړې ده. او همدارنګه د قوش تپې کانال په زرګونو ماهرو کسانو ته اړتیا لري. »

نوموړي زياته کړه، چې د هېواد ریل پټلۍ، کانونه او کرنه هم مسلکي کسانو ته سخته اړتيا لري.

د کابل د اوبو او برښنا انسټیټوټ آمر رفيع الله حبيبي وويل چې سږ کال د دغه انسټيټوټ د برښنا له څانګې د شپي برخې څخه يوازې ٦٦ تنه فارغ شوي دي.

ښاغلي حبیبي وویل، دغو زده کړیالانو ته په پنځو سمسټرونو کې نظري زده کړې ورکړل شوي او همدارنګه پرکتیک دوره یې د برښنا بندونو  او سب سټیشنو کې ترسره کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې ډېری فارغانو ته د کار زمينه برابره شوې او حتی د اوبو او برښنا انسټیټوټ يو زده کړیال د برښنا شرکت د ګمارنې په آزموينه کې بريالی شوی او تر فراغت وړاندې ګمارل شوی دی.

د اوبو او برښنا انسټیټوټ فارغان هم وایی چی په دوو کلونو کی یی لازم مهارتونه زده کړی او د برښنا او اوبو په ټولو برخو کی د کار کولو وړتیا لری.

د يادونې وړ ده، چې نن د برښنا او اوبو په انسټيټوټ کې د برښنا سب سټېشن يوه نمونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. د دغه برښنابند د جوړېدو موخه د زده کړیالانو لپاره د عملي زده کړو زمینې برابرول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS