د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د یو شمېر کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سمینار ترسره شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۰:۴۴
تخار

د بشري سرچینو ریاست د ادراې پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت لخوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د یو شمیر کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سمینار ترسره شو.

دغه سمینار د ملکي خدمتونو د مأمورینو د چلند د اصولو مقررې په هکله وو.

په دغه روزنیز پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزي ادارې د پنځم او شپږم بستونو شاوخوا ۲۰ تنو کارکوونکو برخه اخیستې وه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې  د بشري سرچینو دادارې د پراختیا او د ظرفیت لوړونې آمریت له دې وړاندې هم د دغه ادارې کارکوونکو لپاره څو سمینارونه او روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS