بغلان ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلاوي سفر

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۴:۴۴
سفر هیأت اداره

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکي همغږۍ رئيس مولوي نېک محمد نېکمل د يوه پلاوي په مشرۍ بغلان ولايت ته سفر کړی دی.

ښاغلي نیکمل د دغه سفر په ترڅ کې په بغلان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه او د دغو مرکزونو ستونزې یې وڅېړلې.

نوموړي په بغلان کې د یاد ولایت له سیمه ییزو چارواکو او د مؤسساتو له استازو سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره په دغه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د ملکیتونو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د دغه  ستونزې د حل غوښتنه یې وکړه.

دبغلان والي د بغلان د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت دکارونو ستاينه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د دغه آمریت ټولې ستونزې به حل کړي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS